ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د سعودي عربستان رژیم د پیغمبر اسلام (ص) زیارت ته د ښځو په تګ بندیز لګولی او وئیلي ئې دي ، په هرو ۳۰ ورځو کې به یو ځل حرم د نارینه زیارت کوونکو په مخ خلاص کړي .
د پارس ټوډې له راپور سره سم، د سعودي د حج او عمرې وزارت اعلان وکړ: مېرمنې نه شي کولای د نبي اکرم ص زیارت ته ورشي، ځکه چي د اسلام د ګران پیغمبر زیارت نارینه و ته ځانګړی دی.
د عربستان د جج او عمرې وزارت په یوې اعلامیې کې ټينګار کړی چي نارینه هم په هرو ۳۰ ورځو کې یو ځلي په مدینه کې د نبی اکرم ص زیارت ته تلایشي، او په زیارت کې به یومیه لمونځونه هم نه وشي.